9 دا به ستاسو دپاره ښۀ وى څۀ چې هغه ستاسو آزمېښت وکړى؟ يا تاسو هغه داسې دوکه کولے شئ، لکه چې تاسو نور کسان دوکه کوئ؟
طاقت او حِکمت د هغۀ سره دے، دوکه خوړونکے او دوکه ورکوونکے د هغۀ د اختيار لاندې دى.
خو چې انسان مړ شى نو طاقت يې ختم شى، چې انسان ساه ورکړى نو بيا چرته وى؟
زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى.
ايُوب دې عدالت ته راوستلے شى او غټى نه غټه سزا دې ورکړے شى، ځکه چې هغه د بدعمله سړى په شان خبرې کوى.
پاکه خُدايه، ما ولټوه، او زما زړۀ وپېژنه، او تۀ زما امتحان واخله او زما د پرېشانۍ په خيالونو ځان پوهه کړه.
کۀ چرې مونږ داسې کړى وُو نو خُدائ به ترې خبر نۀ وو څۀ؟ ځکه چې هغه د زړونو په رازونو باندې خبر نۀ دے څۀ؟
زۀ چې کوم خبردارے درکوم نو په هغې پورې خندا مۀ کوئ. کۀ تاسو خندا وکړه نو ستاسو دپاره به خلاصېدل نور هم ګران شى. ما د مالِک خُدائ ربُ الافواج د ټول مُلک د تباه کولو فېصله اورېدلې ده.
”زۀ مالِک خُدائ د انسان د زړۀ لټون کوم او د هغۀ پټ سوچونه آزمائيم، زۀ هر چا ته اجر د هغۀ د عمل په مطابق ورکوم.“