5 مړه کۀ تاسو خولې بندې کړئ، نو دا به ستاسو عقلمندى وى.
ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟
تاسو غلى شئ او ما له د خبرو کولو موقع راکړئ، نو چې څۀ کيږى هغه دې په ما وشى.
اوس تاسو زما بحث واورئ، او زما زارۍ واورئ.
ستاسو د هوائى خبرو څۀ حد نشته څۀ؟ يا په څۀ وجه باندې تاسو خبرې نۀ بندوئ؟
”تر کومې پورې به تۀ خبرې کوې؟ د مطلب خبره کوه، نو بيا به مونږ خبرې وکړُو.
”تۀ به تر کومې پورې ما له تکليف راکوې، او په خپلو خبرو به زما زړۀ غوڅوې؟
ما ته وګورئ او حېران شئ، او ګوته په خولۀ کښې ونيسئ.
نو دې درېو کسانو ايُوب له نور جواب ورنۀ کړو، ځکه چې ايُوب پخپله په خپل خيال کښې بېګناه وو.
کله چې تاسو خاموش يئ نو زۀ به هم خاموش يم؟ ځکه چې تاسو هلته ولاړ يئ او بله يوه خبره هم نۀ شئ کولے؟
تر دې چې يو کم عقل هم هوښيار ګڼلے شى کله چې دے غلے وى، او تميزدار ښکارى کۀ چرې دے خپله خولۀ بنده ساتى.
څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى.
نو په دې وجه هوښيار انسان په داسې وخت کښې خاموشه وى، ځکه چې زمانه ډېره خرابه ده.
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى.