2 چې تا ته د څۀ پته ده نو ما ته هم د هغې پته ده، زۀ تا نه څۀ کم نۀ يم.
خو زۀ هم ستاسو په شان پوهه لرم، زۀ ستاسو نه کم نۀ يم، چې تاسو څۀ وايئ نو په دې باندې هر څوک پوهيږى.
”ايُوب د جهالت خبرې کوى، د هغۀ خبرې د کم عقلتوب نه ډکې دى.“
ايُوبه، تۀ فضول خبرې کوې، او لکه د يو بېوقوف په شان خبرې کوې.“
واورئ، واورئ، د خُدائ پاک د تندر آواز واورئ او د غړمبا آواز واورئ چې د هغۀ د خولې نه راځى.
کله چې مالِک خُدائ د ايُوب سره دا خبرې وکړې، نو مالِک خُدائ تيمانى اليفز ته وفرمائيل، ”زۀ تا او ستا دوو ملګرو ته سخت غصه يم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.
کۀ زۀ ستا په ځائ وے نو ما به خُدائ پاک لټولے، او خُدائ پاک ته به مې فرياد اورولے.
زۀ بېوقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.