Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 13:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 د هغۀ د شان نه به تاسو يرېږئ نه څۀ، او د هغۀ يره به په تاسو باندې غالبه نۀ شى؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 13:11
10 Iomraidhean Croise  

ستاسو قيصې او متلونه د ايرو په شان بې‌کاره دى، او ستاسو خبرې د خټې د لوښو په شان کچه دى.


خپله سزا زما نه لرې کړه، او په خپله يره باندې ما مۀ يروه.


ځکه چې زۀ د خُدائ پاک د مصيبت نه په يره کښې وم، او زۀ د هغۀ د شان او شوکت په وړاندې نۀ شوم ودرېدلے.


ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه


سخته يره او هيبت په هغوئ باندې پرېوتو، هغوئ ستا د لاس طاقت وليدو او هغوئ د تيږې په شان غلى شول، تر دې پورې مالِکه خُدايه، چې ستا قوم تېر شولو، چې هغه خلق تېر شول کوم چې تا بچ کول.


مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.


بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې وجود وژنى خو روح نۀ شى وژلے، خو د هغه چا نه يرېږئ څوک چې روح او بدن دواړه په دوزخ کښې بربادولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan