Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 12:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 خو د ځناورو نه تپوس وکړئ او هغوئ به ستاسو رهنمائى وکړى، او په هوا کښې د مارغانو نه تپوس وکړئ، نو هغوئ به تاسو ته ښودنه وکړى،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 12:7
11 Iomraidhean Croise  

نو خُدائ پاک غټې سمندرى بلاګانې پېدا کړې، هر قِسم ساه لرونکى څيزونه چې په اوبو کښې اوسيږى او هر قِسم مارغان يې پېدا کړل. او خُدائ پاک د دې په ليدو خوشحاله وو.


نو خُدائ پاک دا ټول ځناور، څاروې او خزنده پېدا کړل او هغه د دې په ليدو خوشحاله وو.


د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.


او د زمکې د بوټو نه تپوس وکړئ، نو دا به تاسو ته ښودنه وکړى، او د سمندر کبانو نه تپوس وکړئ نو هغه به تاسو ته دا بيان وکړى.


خو پرېږده چې هوښيار مشران درته ښودنه وکړى، او د هغوئ وېنا ته غوږ نيسه.


څلور څيزونه دى چې په زمکه واړۀ دى، خو دوئ ډېر زيات هوښيار دى.


ناراسته خلقو مېږو ته وګورئ، او د هغوئ په چال چلن باندې غور وکړئ او هوښيار شئ.


غوَيے خپل مالِک پېژنى او خر د خپل مالِک اخور پېژنى. خو بنى اِسرائيل خپل مالِک نۀ پېژنى، زما خلق د عقل نه خلاص دى.“


تر دې چې مختلف مارغان لکه ډينګان، ګوګوشتکې، طوطاګرکى او زاڼى هم په دې پوهيږى چې اوس موسم بدل شو او راواپس کيږى. خو زما غوره شوے قوم زما د قانون نه ناخبره دے.


د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan