Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 12:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بې‌داغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 12:4
26 Iomraidhean Croise  

ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟


کوم خلق چې په آرام وى نو هغوئ په هغه چا پورې خندا کوى چې څوک په تکليف کښې دى، او هغه خلقو له ديکه ورکوى د چا چې پښې ښوئيږى.


ګورئ، ما د خپلې خبرې تيارے کړے دے، ما ته پته ده چې زۀ به بې‌ګناه ثابت شم.


خلق ما پورې خندا کوى، هغوئ په مسخرو کښې ما په مخ باندې وهى او زما خِلاف يې اتفاق کړے دے.


زما مينځګړے زما دوست دے او زما سترګې خُدائ پاک ته اوښکې تويوى.


زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى.


خُدائ پاک زۀ د خلقو دپاره د خندا کړے يم، هغوئ زما په مخ باندې توکاڼى توکى.


ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ.


اوس زما نه کشران هم په ما پورې خندا کوى، او دا هغه کشران دى چې د چا پلاران هم زما د رَمو د سپو برابر نۀ وو.


او اوس هغوئ په ما پورې په سندرو کښې خندا کوى، زۀ د هغوئ په سندرو کښې سپک يادېږم.


د ايُوب په شان څوک شته، چې په چا کښې زره غوندې ادب هم نۀ وى؟


خپل سوچ بدل کړئ او بې‌اِنصافه مۀ جوړېږئ، داسې وګڼئ چې زۀ په حقه يم.


زۀ بې‌داغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم.


لکه د بدکارانو غوندې په بې‌رحمۍ سره يې وکړله ما پورې خندا، دوئ د نفرت نه خپل غاښونه وچيچل په ما.


هغه به له ما نه سوال وکړى او زۀ به هغه قبول کړم. په سخته کښې به زۀ د هغۀ سره يم زۀ به هغه بچ کړم، او عزت به هغۀ ته ورکړم.


څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى.


اے مالِکه خُدايه، تا زۀ دوکه کړم، او زۀ دوکه شوم. تاسو زورَور يئ او زۀ دې مغلوب کړم. زۀ اوس ټوله ورځ د مسخرو شوم، او هر څوک ما پورې ټوقې او خندا کوى.


د مدد دپاره ما ته ووايه او زۀ به جواب درکړم او زۀ به تا ته هغه لوئ او پټ رازونه او خبرې څرګندې کړم چې تۀ پرې نۀ پوهېږې.


خو زۀ به د مالِک خُدائ په امداد نظر ساتم، زۀ د خپل خلاصونکى خُدائ پاک انتظار کوم، زما خُدائ پاک به زما واورى.


او د ازغو تاج يې جوړ کړو او ورته يې په سر کړو او يو بينت يې په ښى لاس کښې ورکړو، بيا د هغۀ په مخکښې په زنګنو شول او ټوقې يې ورپورې کولې چې، ”اے د يهوديانو بادشاه سلامت.“


خو هغۀ وفرمائيل چې، ”اخوا شئ، جينۍ مړه نۀ ده، هغه خو اوده ده.“ خو هغوئ ورپورې وخندل.


خو هغوئ ورپورې وخندل. بيا هغۀ ټول خلق بهر کړل او هغۀ د جينۍ مور، پلار او خپل ملګرى د ځان سره کړل او هلته ورغلل چرته چې جينۍ پرته وه.


او فريسيان څوک چې په مال مئين وُو هغوئ چې دا خبرې واورېدلې نو په عيسىٰ پورې يې خندا وکړه.


کله چې هغوئ د مړو نه د بيا راژوندى کولو خبرې واورېدلې نو ځينو ورپورې ټوقې شروع کړې خو نورو ورته ووئيل چې، ”په دې حقله به مونږ تا نه بيا خبرې واورو.“


په ځينو پورې يې ټوقې وکړې، په کوړو يې ووهل، او څۀ يې په زنځيرونو وتړل او په قېد کښې يې واچول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan