2 ”په دې کښې هيڅ شک نشته چې تاسو په هر څۀ پوهېږئ، او چې کله تاسو مرئ نو ستاسو پوهه به تاسو سره ختمه شى.
خو يو کم عقل کس به په هغه وخت هوښيار شى، چې کله د يوې کوچاڼې نه يو انسان پېدا شى.
”د ډېرو خبرو جواب په کار نۀ دے څۀ؟ ولې يو سړے په ډېرو خبرو خپل ځان بېګناه ثابتولے شى څۀ؟
او هغه به تا ته د حِکمت رازُونه وښائى. ځکه چې رښتينے حِکمت په ډېرو طريقو سره حاصليږى. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک تا له د هغې نه کمه سزا درکوى چې څومره تۀ د ګناه په وجه حقدار يې.
نو ايُوب جواب ورکړو،
”يو هوښيار کس دې تشې خبرې وکړى څۀ، او هغه دې هسې بېمطلبه خبرې وکړى څۀ؟
اوس تاسو ټول چرته ما ته څۀ سمه خبره وکړئ، خو بيا به هم په تاسو کښې يو هوښيار کس پېدا نۀ کړم.
ځکه چې تا د هغوئ په ذهنونو باندې پړدې لګولې دى، هغوئ مۀ پرېږده چې په ما غالب شى.
تا چې څۀ وفرمائيل هغه زما بېعزتى ده، او زما زړۀ ما ته وائى چې جواب درکړم.
تا يو کم عقل کس له څنګه مشوره ورکړه، او نصيحت دې ورته وکړو.
يو مالداره خپل ځان هوښيار ګڼى، خو يو غريب عقلمند د هغۀ په اصلى کردار پوهيږى.
په تاسو افسوس دے. ستاسو خيال دا وى چې تاسو عقلمند يئ او خپل ځان ډېر زيات هوښيار ګڼئ.
مونږ د مسيح په خاطر بېوقوفان يُو، خو تاسو په مسيح کښې هوښيار يئ. مونږ کمزورى يُو خو تاسو زورَور يئ. تاسو عزتمند يئ او مونږ سپک يُو.
تاسو ته زۀ دا د شرمولو دپاره وايم چې ولې په تاسو کښې څوک هم دومره هوښيار نشته چې هغه د دوو ايماندارانو په مينځ کښې فېصله وکړى؟