Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 11:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 11:3
14 Iomraidhean Croise  

زۀ د خپلو دوستانو دپاره يوه مسخره يم، زۀ چې خُدائ پاک ته آواز کوم نو هغه زما آواز اورى، زۀ يو داسې سړے يم چې صادق او بې‌داغه يم، خو زۀ مسخره جوړ شوے يم.


د حقيقت پټولو دپاره تاسو دروغ وايئ، او تاسو د بې‌کاره طبيبانو په شان يئ.


دا به ستاسو دپاره ښۀ وى څۀ چې هغه ستاسو آزمېښت وکړى؟ يا تاسو هغه داسې دوکه کولے شئ، لکه چې تاسو نور کسان دوکه کوئ؟


زما نه ګېرچاپېره مسخرې کوونکى راتاو دى، او زۀ ګورم چې هغوئ ما ته سپکې خبرې کوى.


ما پرېږدئ چې خبرې وکړم، او چې خبرې ختمې کړم نو بيا تاسو داړې چينګولے شئ.


کۀ داسې نۀ وى نو څوک به ما دروغژن ثابت کړى، او چې ښکاره کړى چې زۀ څۀ وايم نو هغه تشې خبرې دى؟“


د ايُوب په شان څوک شته، چې په چا کښې زره غوندې ادب هم نۀ وى؟


لکه د بدکارانو غوندې په بې‌رحمۍ سره يې وکړله ما پورې خندا، دوئ د نفرت نه خپل غاښونه وچيچل په ما.


تۀ هغوئ په شرمونو وشرموه، نو مالِکه خُدايه، ترڅو چې خلق ستا د نوم لټون وکړى.


زۀ د هغه خلقو سره شامل نۀ شوم چې خندا او خوشحالى به يې کوله. زۀ ځان ته کښېناستم ځکه چې ستا لاس په ما وو. او د هغوئ د ګناهونو په وجه زما قهر راوچت شو.


او کۀ څوک په دې خط کښې زمونږ وئيلے شوې خبرې نۀ منى نو هغه په نظر کښې ساتئ او د هغوئ سره تعلق مۀ ساتئ چې هغوئ وشرميږى.


او د حقيقت تعليم داسې ورکړه چې څوک هم په کښې څۀ وئيلے نۀ شى، بيا به هر هغه څوک چې زمونږ مخالفت کوى شرمنده شى او بيا به د هغوئ سره زمونږ په حقله د وئيلو دپاره څۀ اِلزام نۀ وى.


هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چې په آخره زمانه کښې به داسې خلق وى چې تاسو پورې به ټوقې کوى او د خپلې بې‌دينۍ په خواهشونو پسې به ګرځى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan