16 تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى.
هغۀ ووئيل، ”خُدائ پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټول خاندان زما نه هېر کړے دے.“ نو يوسف په خپل مشر زوئ منسى نوم کېښودو.
زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم، چې بيا به هيڅکله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقيږى، بيا به په سېلاب دُنيا نۀ تباه کيږى.
يا يوه داسې تيارۀ چې تۀ نور هيڅ نۀ شې ليدلے، د اوبو يو سېلاب به تا پټ کړى.
زما وروڼو، تاسو ما سره د خوړ په شان دوکه بازى کوئ، چې کله باران نۀ وى نو دا اوچ شى.
دوئ پرېږده چې ځان نشه کړى او چې خپله غريبى پرې هېره کړى چې خپل غم ورنه هېر شى.
حقيقت کښې خُدائ پاک هغوئ په خوشحالۍ کښې دومره مصروف ساتى چې هغوئ سره د اندېښنو دپاره وخت هم نۀ وى.
يرېږئ مۀ، تاسو به نور د شرم سره نۀ مخ کېږئ. شرمېږئ مۀ، تاسو به نۀ بېعزته کېږئ. تۀ به خپل د ځوانۍ شرم هېر کړې او د کونډېدو رسوائى به ستا د ذهن نه ختمه شى.
”لکه څنګه چې د نوح په وخت کښې ما وعده کړې وه چې بيا به هيڅکله په زمکه داسې سېلاب نۀ راځى. نو هغسې ما قسم کړے دے چې زۀ به بيا تاسو ته نۀ غصه کېږم، او نۀ به تاسو رټم.
نو چې په مُلک کښې هر څوک هم د برکت دُعا غواړى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم برکت غواړى. هر څوک هم چې قسم کوى نو هغه به د رښتياو خُدائ پاک په نوم قسم خورى. ځکه چې د تېرې زمانې تکليفونه به هېر کړے شى. او زما د سترګو نه به پناه شى.“
د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.