9 هغه راپه ياد کړه چې تا زۀ د خټو نه جوړ کړم، او اوس به تۀ ما بيا خاورې کوې؟
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.
د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“
تا زۀ د مور په خېټه کړم او زما وجود دې جوړ کړو.
کۀ زۀ قبر ته ووايم چې تۀ زما پلار يې، او چينجو ته ووايم چې تاسو زما مور يا خور يئ،
ګوره، زۀ هم د خُدائ پاک په نظر کښې ستا په شان يم، زۀ هم د خټې نه جوړ شوے وم.
ټول انسانان به ختم شى، او ټول بنى آدم به خاورو ته واپس کيږى.
نو هغه به په انسان باندې څومره کم اعتماد وکړى څوک چې د خاورې نه جوړ وى. نو څوک چې د خاورى نه جوړ وى هغه به د پتنګ په شان په آسانۍ ذرې ذرې شى.
تۀ زما غلطيانې ولې نۀ معاف کوې او زما ګناه ولې نۀ لرې کوې؟ زۀ به ډېر زر په لحد کښې پروت يم، تۀ به ما لټوې، خو زۀ به مړ يم.“
ياد ساته چې زما ژوند صرف يوه ساه ده، او زما سترګې به بيا هيڅکله ښۀ ورځ ونۀ ګورى.
ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.
نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى، کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.
په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه، کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې، کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،
ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان، ژبه مې تالو پورې شوه چسپان، په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.
زما غمونو او مصيبتونو ته توجو ورکړه او زما ټول ګناهونه ما ته معاف کړه.
هغۀ راياد کړل چې بنيادم خو د غوښې نه جوړ دے، د هغې هوا په شان دے چې لګى او بيا نۀ واپس کيږى.
راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى، مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟
تۀ بيا بنى آدم د خاورو سره خاورې کړې، ورته ووائې چې، ”اے فانى انسانه واپس خاورې شه.“
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
په هغۀ باندې افسوس چې د خپل خالق سره جګړه کوى، هغه داسې دے لکه چې د ماتو لوښو يو ټيکرے وى. ولې خټه د کُلال نه تپوس کوى څۀ چې، ”تۀ څۀ جوړوې؟“ ولې ستا کوم جوړ شوے څيز ستا په حقله شکايت کوى څۀ؟ د هغۀ هيڅ اختيار نشته.
هيڅ څوک هم ستا نوم نۀ اخلى او نۀ تا ته د رحم سوال کوى. تا زمونږ نه مخ اړولے دے او مونږ دې زمونږ د ګناه په حواله کړې يُو.
خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،
”اے بنى اِسرائيلو، نو زۀ دا نۀ شم کولے چې تاسو سره هغه کار وکړم کوم به چې کُلال د خټې سره کولو؟ لکه څنګه چې خټه د کُلال په لاس کښې وه، داسې تاسو زما په لاس کښې يئ. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.
ولې د کُلال دا حق نۀ وى چې هم د دغې ډيرى د خټې نه دوه لوښى جوړ کړى، يو د خاص استعمال دپاره او بل د عام استعمال دپاره؟
په مونږ کښې چې د خاورين لوښو په مثال نازک يُو، يوه داسې لويه خزانه پرته ده. چې د دې خبرې اظهار ترې وشى چې دا لوئ قدرت د خُدائ پاک د خوا نه دے، نه چې زمونږ د خوا نه.