8 ستا لاسونو ما له صورت راکړو او جوړ يې کړم، او اوس مې بېخى تباه کوې.
دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟
څوک ما سره په دې باندې بحث کولے شى؟ کۀ څوک ما غلط ثابت کړى نو زۀ به خاموش شم او مړ به شم.
ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے.
ځکه چې هغۀ زۀ په طوفان وهلے يم، او هغه بار بار ما زخمى کوى،
ګناهګار او بېګناه ټول د خُدائ پاک په نظر کښې يو شان دى نو ځکه زۀ وايم، هغه بېداغه او بدکاره دواړه تباه کوى.
ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.
تا زۀ په خپلو لاسونو جوړ او تيار کړمه نو ما له پوهه راکړه چې ستا حُکمونه زده کړمه
مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى، ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى، د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.
زما د بدن ډانچه ستا نه پټه نۀ وه کله چې زۀ په پټ ځائ کښې جوړېدلم، او کله چې زۀ د زمکې په ژوره کښې جوړېدلم.
ستا سترګو زما نامکمله بدن وليدلو. او تا د شروع نه هغه ټولې ورځې چې زما د ژوند دپاره مقرر کړې وې هغه دې په خپل کِتاب کښې وليکلې.
هغه د ټولو د زړونو جوړونکے دے، نو د هغوئ په هر عمل هغه خبر دے.
هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“