5 ستا عُمر زمونږ په شان لنډ دے څۀ؟ يا ستا کالونه د انسانانو د کالونو په شان دى څۀ؟
چې تۀ زما غلطى معلوموې او زما ګناه لټوې،
بېشکه خُدائ پاک لوئ دے او مونږ د هغۀ د لويئ اندازه هم نۀ شُو لګولے، د هغۀ د کالونو شمېر نشته.
خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، تر ابده به په تخت ناست يې، ستا د نوم پېژندګلو به تر نسلونو پورې وى.
ستا د خِدمتګارو بچى به ستا په حضور کښې اوسيږى، او د هغوئ اولاد به ستا په حضور کښې قائم دائم وى.
تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“
خو زما ملګرو، دا حقيقت دې ستاسو نه هېر نۀ شى چې د مالِک په نزد يوه ورځ د زرو کالو برابره ده او زر کاله د يوې ورځې برابر دى.