Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 10:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 دا تا ته ښۀ ښکارى، چې ما په عذاب کړې، چې ما يعنې د خپلو لاسونو کار رد کړې او د بدکارو خلقو منصوبو ته ښۀ ووائې؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 10:3
27 Iomraidhean Croise  

ستا لاسونو ما له صورت راکړو او جوړ يې کړم، او اوس مې بېخى تباه کوې.


تۀ به ما ته آواز وکړې او زۀ به جواب درکړم، تۀ به د هغه مخلوق ارمان وکړې چې تا پېدا کړى دى.


چې خُدائ پاک ته غصه يې؟ او ستا د خولې نه داسې ګډې وډې خبرې وځى؟


خُدائ پاک ما د خُدائ نه منکرو خلقو له ورکوى، او د بدعمله خلقو لاسونو ته مې حواله کوى.


نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک زۀ په غلطه کړے يم، او زما نه ګېرچاپېره يې جال خور کړے دے.


خو هغوئ په خپل محنت سره نۀ دى مالداره شوى، د بدعمله کسانو مشوره ما ته منظوره نۀ ده.


خو بيا هم هغه خُدائ پاک وو چې دوئ يې مالداره کړل، نو ځکه زۀ د بدعمله خلقو په خيالونو هيڅ غرض نۀ ساتم.


”زۀ په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم، چا چې زما حقُونه اخستى دى، او هغه قادر خُدائ چا چې زما ژوند تريخ کړے دے،


تا ما سره زياتے شروع کړے دے، او د خپل طاقت سره ما له تکليف راکوې.


هغه خُدائ پاک چې زۀ يې پېدا کړے يم، زما نوکران يې هم پېدا کړى دى.


د خُدائ پاک روح زۀ جوړ کړے يم، او د قادر خُدائ ساه ما له ژوند راکړے دے.


”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“


ولې تۀ د دې ثابِتولو کوشش کوې چې زۀ بې‌اِنصافه يم، او ما غلط وګڼې او خپل ځان ته صحيح ووائې؟


ګوره، خُدائ پاک به يو بې‌داغه کس نۀ رد کوى، او نۀ به د بدعمله خلقو مدد وکړى.


ګناهګار او بې‌ګناه ټول د خُدائ پاک په نظر کښې يو شان دى نو ځکه زۀ وايم، هغه بې‌داغه او بدکاره دواړه تباه کوى.


ټوله دُنيا د بدکاره په لاس کښې ورکړے شوې ده، خُدائ پاک د قاضيانو سترګې پټوى، کۀ هغه دا نۀ کوى نو بيا يې څوک کوى، او دا څوک دے؟


ځان پوهه کړئ چې هم مالِک خُدائ خُدائ پاک دے، او هم هغۀ مونږ پېدا کړى يُو او مونږ د هغۀ يُو، مونږ د هغۀ خلق او د هغۀ د څرند د ځائ ګډې يُو.


مالِک خُدائ به زما دپاره خپل مقصد پوره کړى، ستا مينه، اے مالِکه خُدايه، د تل دپاره پاتې کيږى، د خپلو لاسونو کارونه مۀ پرېږده.


ځکه چې د مظلومانو ژړا مالِک خُدائ په خپله اورى، او هغه کله هم خپل قېديان نۀ هېروى.


خو اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ پلار يې. مونږ د خټې په شان يُو او تۀ د کُلال په شان يې. تا مونږ جوړ کړى يُو،


نو بيا څوک چې په دې وجه د خُدائ پاک د مرضۍ په مطابق مصيبتونه زغمى، هغوئ دې خپل ځانونه وفادار خالق ته په حواله کړى او همېشه دې نېکى کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan