2 زۀ به خُدائ پاک ته ووايم چې ما مۀ رد کوه، او تۀ چې په ما کوم اِلزام لګوې نو د هغې نه ما خبر کړه.
زما غلطيانې او زما ګناهونه څومره دى؟ ما ته زما بغاوت او زما ګناه وښايه.
زما شکايت د خُدائ پاک نه دے د انسانانو نه نۀ دے. او د دې بېصبرۍ ما سره ښۀ سبب شته.
تۀ په خُدائ پاک باندې اِلزام ولې لګوې، وائې چې هغه به زما د يوې خبرې جواب هم ونۀ کړى؟
”تۀ اوس هم د قادر خُدائ سره بحث کول غواړې څۀ؟ څوک چې د خُدائ پاک سره بحث کوى نو هغه به جواب ورکوى.“
اے د بنيادمو ليدونکيه، کۀ زۀ ګناه کوم، نو په تا باندې څۀ اثر کوى؟ تا زۀ ولې په نښه کړے يم؟ زۀ په تا باندې بوج جوړ شوے يم څۀ؟
چې زۀ مجرم ګڼلے شم، نو زۀ بيا بېفائدې خوارى ولې کوم؟
کۀ يو کس د هغۀ سره لانجه کول وغواړى، نو هيڅ څوک به د هغۀ د زرګونو سوالونو نه د يو جواب هم ورنۀ کړى.
خو تۀ، اے قادر مطلق مالِکه خُدايه، د خپل نوم په خاطر دې هم ما سره ښۀ وکړه، او د خپلې مينې د ښۀوالى په خاطر دې هم ما بچ کړه.
او خپل خِدمتګار دې د عدالت دپاره مۀ راوله، ځکه چې ستا په وړاندې څوک هم بېګناه نۀ دى.
زما د ځوانۍ غلطۍ او ګناه مۀ يادوه خو ما د خپلې بېبها مينې په وجه يادوه، ځکه چې تۀ مهربان يې اے مالِکه خُدايه.
اے مالِکه خُدايه زما فرياد اوره کله چې زۀ سوال زارى کوم، مهربان شه، زما سوالونه قبول کړه.
نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.