7 مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان مالِک خُدائ ته ووئيل، ”زۀ په دُنيا کښې ګرځېدم راګرځېدم.“
هغه کور ته واپس لاړو او اليشع ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ چرته وې؟“ هغۀ ورته ووئيل، ”ستا خِدمت کوونکے هيچرته هم نۀ دے تلے.“
مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”تا څۀ کول؟“ نو شېطان ووئيل، ”زۀ په زمکه ګرځېدم راګرځېدم.“
کله چې هغه طاقتور آسونه بهر ووتل، نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره بېصبره وُو. او هغې وفرمائيل، ”لاړ شئ او په دُنيا کښې ګشت ولګوئ.“ نو هغوئ د دُنيا د ګشت لګولو دپاره لاړل.
هرکله چې د يو کس نه پيرے بهر شى نو هغه په صحراګانو سر شى چې آرام ومومى، خو وې نۀ مومى.
تاسو ځان ساتئ او بېدار اوسئ ځکه چې ستاسو مخالف اِبليس لکه د غړمبېدونکى ازمرى په شان په دې لټون کښې دے چې څوک ژوندے تېر کړى.
نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.
او هغه به راشى او په څلور ګوټه دُنيا کښې به قومونه دوکه کړى، يعنې جوج او ماجوج، او جنګ ته به يې راجمع کړى چې د سمندر د شګو په شان بېشمېره دى.