22 د دې هر څۀ باوجود ايُوب په خُدائ پاک د اِلزام لګولو ګناه ونۀ کړه.
يو ځل آسمانى مخلوق راغلو چې خپل ځانونه د مالِک خُدائ په مخکښې حاضر کړى او شېطان هم د هغوئ سره راغلو.
خو هغۀ خپلې ښځې ته وفرمائيل، ”تۀ خو لکه د کم عقلې ښځې په شان خبرې کوې، ولې مونږ به د خُدائ د طرفه صرف ښۀ څيزونه اخلو څۀ او هيڅکله به ترې نه بد نۀ اخلو؟“ خو د دې ټولو خبرو باوجود ايُوب د خُدائ پاک خِلاف يوه خبره هم ونۀ کړه.
نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.
خو په مخ د زمکې يوه بله خبره هم ده چې بېمعنې ده. ښو خلقو ته داسې سزا ملاويږى لکه چې هغوئ بدعمله وى او بدعمله خلقو ته داسې اجر ملاويږى لکه چې هغوئ ښۀ خلق وى. نو زۀ تاسو ته دا وايم چې دا بېمعنې دى.
نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“
نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده.
نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى.
او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى.