2 د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه وې.
نو هغۀ ورته لافې وهلې، چې دے څومره مالداره دے او څومره ډېر زامن يې دى او بادشاه هغۀ له څومره اوچت مقام ورکړے دے او چې هغه د بادشاه د نورو ټولو آفسرانو نه څومره زيات اهم دے.
تاسو غلى شئ او ما له د خبرو کولو موقع راکړئ، نو چې څۀ کيږى هغه دې په ما وشى.
نو کله چې ايُوب د خپلو ملګرو دپاره دُعا وکړه نو خُدائ پاک هغۀ له بيا برکت ورکړو، او چې ايُوب مخکښې څۀ لرل نو مالِک خُدائ هغۀ له د هغې يو په دوه نور هم زيات ورکړل.
نو مالِک خُدائ د ايُوب وروستنے عُمر د اول عُمر نه زيات برکتناک کړو، او د هغۀ څوارلس زره ګډې، شپږ زره اوښان، دوه زره غوَيى او يو زر خرۀ وُو.
د هغۀ اووۀ زامن او درې لوڼه هم وې.
هغۀ هغوئ ته برکت ورکړو او شمېر يې ورله ډېر زيات کړو، او هغۀ د هغوئ په رمو کښې نقصان رانۀ وستلو.
او ستا ښځه به لکه د مېوه داره انګورو بوټى په شان وى، او ستا زامن به لکه د زيتون بوټى په شان وى، ستا د دسترخوان نه به راچاپيره وى.