19 چې ناڅاپه د صحرا د طرف نه يوه لويه هوا راغله او دې هوا د کور څلور واړه ګوټونه وخوځول او کور ستا په بچو باندې راوغورزېدو او هغوئ مړۀ شول، يواځې زۀ ژوندے پاتې يم چې تا خبر کړم.“
خپل پلار يعقوب هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ما د ټولو زامنو نه خلاصول غواړئ څۀ؟ يوسف لاړو، شمعون لاړو، او اوس به تاسو بنيامين هم بوځئ. دا ټول تکليفونه په ما راغلى دى.“
بادشاه ډېر غمژن شو. د ښار په دروازه بره کوټې ته وختلو او ژړل يې او په چغو چغو يې ژړل، ”اے زما بچيه، زما زويه، ابىسلومه، ابىسلومه، زما زويه. کاش چې ستا په ځائ زۀ مړ وے، زما زويه. ابىسلومه، زما زويه.“
او باقى ژوندى پاتې شوى افيق ښار ته وتښتېدل، چرته چې د هغوئ په اوويشت زره سړو باندې د ښار دېوالونه راوغورزېدل. بِنحدد هم ښار ته وتښتېدو او د يو کور په دنننۍ کوټه کښې پټ شو.
کله چې هغۀ لا خبرې کولې، نو يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”ستا زامنو او لوڼو د خپل مشر ورور په کور کښې خوراک څښاک کولو،
نو بيا ايُوب پاڅېدو، خپله چُوغه يې وشلوله، خپل سر يې کل کړو او په زمکه باندې يې سجده ولګوله.
باران وورېدو، سېلاب راغلو، زول او طوفان تېر شو او د دغه کور سره يې ډغرې وخوړې او راوې غورزولو او بلکل يې تباه کړو.“
کله چې د جزيرې خلقو د هغۀ د لاس نه مار ځوړند وليدو نو يو بل ته يې ووئيل چې، ”دا سړے به خامخا يو قاتل وى، هغۀ کۀ څۀ هم خپل ځان د سمندر نه بچ کړو خو خُدائ پاک د هغۀ نه بدل واخستو او هغه يې داسې پرې نۀ ښودلو.“
ځکه چې تاسو هم پخوا د دې دُنيا په کږو لارو روان وئ، او د پيريانو د سردار، يعنې هغه روح پسې تلئ کوم چې اوس په نافرمانو بچو کښې کار کوى.
او چغه يې کړه، ”پرېږده چې د فلستيانو سره مړ شم.“ هغۀ د خپل ټول زور سره ستنو له ديکه ورکړه او هغه بُتخانه په هغه پينځو بادشاهانو او په نورو ټولو کسانو باندې راوغورزېده. سمسون د خپل مرګ په وخت د هغې نه زيات خلق ووژل چې څومره هغۀ په خپل ژوند کښې وژلى وُو.