Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 1:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 هغۀ لا خبرې ختمې کړې نۀ وې چې يو بل کس راغلو او وې وئيل، ”د خُدائ پاک تندر د آسمان نه راوغورزېدو او ګډې او نوکران يې وسوزول او هلاک يې کړل، يواځې زۀ ژوندے يم چې تا خبر کړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 1:16
13 Iomraidhean Croise  

ناڅاپى مالِک خُدائ د سدوم او عموره په ښارونو باندې د اور د ګوګړو باران اورولو


نو مالِک خُدائ اور نازل کړو او دې اور نذرانه، لرګى او کاڼى وسوزول، زمکه يې اوچه کړه او په هغه کنده کښې يې اوبۀ اوچې کړې.


الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راشى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل.


الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راکوز شى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل.


هغه نور دوه آفسران او د هغوئ سړى په آسمانى اور باندې وژلے شوى دى، خو په ما باندې رحم وکړه.“


خپله تُوره دې راواخله اے جنګياليه، تۀ ډېر شان او شوکت او دبدبه لرې.


مالِک خُدائ ته سوال وکړه. نور مونږ دې ږلۍ او تندرونو ته نۀ شُو ټينګېدے. زۀ به تاسو تلو ته پرېږدم، تاسو به دلته نور نۀ ايسارېږئ.“


نو ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې هغوئ وسوزول او مړۀ شول.


ناڅاپه مالِک خُدائ اور راولېږلو او دې اور په قربان‌ګاه باندې د وازګې والا حِصې او سوزېدونکې نذرانه پوره وسوزوله. چې خلقو دا وليدل، نو هغوئ ټولو چغې کړې او سجده يې وکړه.


نو قادر مطلق خُدائ ما ته بله رويا وښودله، په رويا کښې ما وکتل چې هغه تيارے کوى چې خپلو خلقو له د غټ اور په ذريعه سزا ورکړى. هغه اور د سمندر بېخ وسوزولو او ټوله زمکه يې تباه کړه.


هغې غټې معجزې کولې تر دې چې د خلقو په وړاندې يې د آسمان نه زمکې ته اور نازل کړو.


نو په هغه ټوله علاقه کښې فلستيان سخت ويرېدل، حمله کوونکى او په خېمو کښې فوجيان د يرې نه ورېږدېدل، زمکه وخوځېدله او هلته يوه لويه وارخطائى وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan