Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




ايُوب 1:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په يوه زمانه کښې د عُوض په مُلک کښې يو سړے وو چې نوم يې ايُوب وو. دا يو بې‌داغه او نېک سړے وو، هغه يو داسې کس وو چې د خُدائ پاک نه يرېدو او د بدۍ نه يې ځان ساتلو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




ايُوب 1:1
34 Iomraidhean Croise  

د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مس وُو.


ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بې‌عېبه اوسه.


فرښتې وفرمائيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووائې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل اېک يو زوئ هم پېش کړو.“


ديسان د عُوض او اران قومونو پلار نيکۀ وو.


په درېمه ورځ يوسف هغوئ ته ووئيل، ”زۀ د خُدائ پاک نه يرېږم او زۀ به تاسو په يو شرط ژوندى پرېږدم.


دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه اېک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا وه،


”مالِکه خُدايه، هغه راياد کړه، چې ما په ايماندارۍ او د زړۀ د اخلاصه ستا خِدمت کړے دے او ستا د رضا دپاره مې هر کار کړے دے.“ او هغۀ ډېر په چغو چغو وژړل.


دا د شيم اولاد دے: عيلام، اسور، ارفکسد، لود او آرام. د آرام اولاد عُوض، حُول، جتر او مسک وُو.


نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ ګوره په دُنيا کښې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى.“


نو مالِک خُدائ شېطان ته وفرمائيل، ”ستا زما د خِدمت کوونکى ايُوب په باره کښې څۀ خيال دے؟ په زمکه باندې د هغۀ په شان هيڅ څوک هم نشته، هغه يو بې‌داغه او نېک سړے دے چې هغه د خُدائ پاک نه يريږى او د بدۍ نه ځان ساتى. هغه تر اوسه پورې په خپل صداقت کښې قائم دے، اګر چې تا زۀ د هغۀ خِلاف لمسولم، چې بغېر د څۀ وجې نه يې په غضب آخته کړم.“


او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“


ستا اعتماد د خُدائ پاک يره نۀ ده څۀ، او ستا نېک عمل تا له اُميد نۀ درکوى؟


زۀ بې‌داغه يم، زۀ خپل ځان هم نۀ پېژنم، زۀ خپل ژوند ته سپک ګورم.


د دې نه علاوه، تۀ يو څو قابل کسان هم خوښ کړه او هغوئ په لسو، پنځوسو، سوونو او زرګونو کسانو باندې مشران مقرر کړه. هغوئ دې داسې سړى وى چې د خُدائ پاک نه يريږى، چې اعتبارى وى او رشوت خوارۀ نۀ وى.


هوښيار احتياط کوى او د غلط کار نه ځان بچ ساتى، خو کم عقل په خپل ځان غاوره وى او د هيڅ پرواه نۀ کوى.


څوک چې په نېغه لار ځى هغه د مالِک خُدائ نه يريږى، خو چې څوک په غلطه لار ځى هغه يې سپک ګڼى.


د نېکانو لارې د هر قسم غلط کار نه لرې وى. هر هغه څوک چې د خپلو لارو خيال ساتى نو هغه خپل ژوند بچ کوى.


د مينې او وفا په ذريعه ګناهونه وينځلے کيږى، د مالِک خُدائ يره انسان د بدو کارونو نه بچ کوى.


صادقه انسان نېک ژوند تېروى او د هغۀ راروان نسل بختور وى.


په خپل عقل باندې مۀ مغروره کېږه، د مالِک خُدائ نه يرېږه او بدعملى پرېږده.


د مالِک خُدائ نه ويرېدل دا دى چې د بدۍ نه نفرت وکړئ، زۀ د غرور، کبر او غلط چال چلن او بدو خبرو نه نفرت کوم.


او نورو ټولو هغه پردو خلقو ته څوک چې په دې مُلک کښې اوسېدل، او د عُوض ټولو بادشاهانو ته، د فلستيه د ټولو ښارونو بادشاهانو ته لکه اسقلون، غزه، عقرون، او کوم خلق چې په اشدود کښې پاتې وُو ورکړه،


اے د ادوم لورې، اوس خندا او خوشحالى وکړه، او تاسو څوک چې په عُوض کښې اوسېږئ، تاسو ته به هم د مالِک خُدائ د غضب پياله درکړے شى، تاسو به نشه شئ او خپل ځان به بربنډ کړئ.


کۀ چرې نوح، دانيال، او ايُوب درې واړه هم هلته اوسېدل، نو هغوئ به په خپل صداقت صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو، مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى.


زما دې په خپل ذات قسم وى، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى، کۀ چرې نوح، دانيال او ايُوب هم په دې کښې اوسېدل، هغوئ خپل زامن او لوڼه نۀ شول بچ کولے. بلکې هغوئ به په خپل صداقت سره صرف خپل ځانونه بچ کړى وُو.


دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بې‌عېبه منل.


د مالِک خُدائ سره پوره وفادار اوسئ.“


واقعى چې مونږ هغوئ ته بختور وايو څوک چې صبر کوونکى دى. تاسو د ايُوب د صبر په حقله اورېدلى دى او تاسو د مالِک مقصد هم وليدو چې مالِک څومره ډېر مهربانه او رحيم دے.


ښۀ کوئ او د بدو نه ځان ساتئ، امن قائم ساتئ او د هغې کوشش کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan