Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 9:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بيا د هغۀ ګاونډيانو او هغه چا چې دے يې پېژندو چې خير به يې غوښتو، هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې ناست به وو او خير به يې غوښتو؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 9:8
9 Iomraidhean Croise  

خو هغوئ يريحو ته راغلل او کله چې عيسىٰ او د هغۀ مريدان د ښاريې نه ووتل نو ګڼ خلق ورپسې وُو، نو يو ړوند فقير د تمائ زوئ برتماۍ څوک چې د لارې په غاړه ناست وو،


هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو.


کله چې عيسىٰ يريحو ته نزدې شو نو يو ړوند سړے د لارې په غاړه ناست وو او خير يې غوښتو.


ځينو ووئيل، ”آو، هم دا هغه سړے دے،“ او نورو ووئيل، ”نه، دا د هغۀ په شان دے.“ هغۀ په خپله ووئيل چې، ”زۀ هم هغه سړے يم.“


دوئ مزل کولو چې بيت‌لحم ته ورسېدې. د هغوئ په رسېدو، د ښار ټول خلق د هغوئ په ننداره شول، او ښځو ووئيل، ”دا په رښتيا نعومى ده؟“


هغه غريب د خاورې نه راوچتوى او ضرورتمند د ايرو د ډېرى نه اوچتوى، او د شهزادګانو مرتبه ورکوى او د عزت په ځايونو کښې يې کښېنوى. د زمکې بنيادونه د مالِک خُدائ دى، په دې باندې هغۀ دُنيا ودرولې ده.


د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan