Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 9:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 او ورته يې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د سيلوم په تالاب کښې يې ووينځه.“ د دې لفظ معنىٰ ده، لېږلے شوے، نو هغه سړے لاړو، سترګې يې ووينځلې او چې واپس راغلو بينا شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 9:7
21 Iomraidhean Croise  

د مصفاه ضِلعې حکمران د کولحوزه زوئ سلوم د فوارې دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ د دروازې دپاسه چت جوړ کړو، دروازې يې په خپل ځائ باندې ولګولې او سيخونه او زنځيرونه يې په کښې ولګول. د سِلح تالاب سره د شاهى باغ سره نزدې هغۀ دېوال جوړ کړو، دا تر هغه ځائ پورې وو چرته چې د داؤد د ښار نه لاندې پوړۍ کوزې شوې وې.


مالِک خُدائ ړندو ته نظر ورکوى. او هغه ټول راکونټى شوى راوچته وى، مالِک خُدائ د صادقانو سره مينه کوى.


مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”بنى آدم له ژبه څوک ورکوى؟ ګونګول او کڼول څوک کوى؟ نظر ورکول يا ړندول څوک کوى؟ دا زۀ، مالِک خُدائ کوم.


نو بيا چې د چا سترګې وى نو هغوئ به حقيقت وينى، او چې د چا غوږونه وى نو هغوئ به د اورېدو جوګه وى.


نو د ړندو به سترګې وغړيږى، او د کڼو به غوږونه اورېدل شروع کړى.


تۀ به د ړندو سترګې وغړوې او هغه خلق به آزاد کړې چې کوم د قېدخانې په تيارۀ کښې پراتۀ دى.


هغه خلق راولئ د چا چې سترګې شته، خو هغوئ ړاندۀ دى، د چا چې غوږونه شته، خو هغوئ کاڼۀ دى.


”دې خلقو د شيلوخ قلارې روانې اوبۀ رد کړې دى او د رضين بادشاه او فقح بادشاه نه يرېدلى دى.


چې ړاندۀ بينا کيږى، شل ګرځى، جذاميان پاکيږى، کاڼۀ اورى او مړى بيا ژوندى کيږى او غريبانان ښۀ زېرے اورى.


يا هغه اتلس کسان چې په سيلوم کښې پرې برج راونړېدو او دوئ ترې لاندې مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چې هغوئ په يروشلم کښې د اوسېدونکو ټولو خلقو نه زيات ګناه ګار وُو؟


هغه به د د غېر‌يهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“


ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟


خو ځينو ووئيل چې، ”ولې دې سړى چا چې د هغه ړوند سړى سترګې بينا کړې وې دا نۀ شو کولے چې لعزر يې د مرګ نه بچ کړے وے؟“


هغۀ جواب ورکړو، ”يو سړے چې نوم يې عيسىٰ دے هغۀ خټه جوړه کړه، او زما په سترګو يې ومږله او راته يې وفرمائيل چې د سيلوم تالاب ته لاړ شه او وې وينځه. بيا زۀ لاړم او ومې وينځلې او بينا شوم.“


عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ دې دُنيا ته د عدالت دپاره راغلے يم چې ړاندۀ بينا شى او څوک چې ځان بينا ګڼى هغه ړاندۀ شى.“


چې د هغوئ سترګې کولاو کړې، او هغوئ د تيارې نه رڼا ته او د شېطان د اختيار نه خُدائ پاک ته راواړوې، چې هغوئ ته د ګناهونو نه معافى مِلاو شى. او د هغوئ سره ورته ځائ مِلاو شى څوک چې په ما د ايمان راوړلو په وسيله مقدس شوى دى.“


او هغه څۀ چې شريعت نۀ شُو پوره کولے ځکه چې زمونږ د ګناه فطرت کمزورے وو، نو خُدائ پاک داسې وکړل چې خپل زوئ يې په ګناه ګار انسانى وجود کښې راولېږلو او د ګناه کفاره يې کړو. او دغسې هغۀ ګناه په انسانى فطرت کښې مجرمه کړه،


خو کله چې وخت پوره شو نو خُدائ پاک خپل زوئ راولېږلو چې د ښځې نه پېدا شو او د شريعت د لاندې يې ژوند تېرولو،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan