40 ځينى فريسيان چې د هغۀ سره نزدې ولاړ وُو د هغۀ دا خبرې يې واورېدلې او تپوس يې ترې وکړو، ”ولې مونږ ړاندۀ يُو څۀ؟“
هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کۀ چرې تاسو ړاندۀ وے نو ستاسو ګناه به نۀ وه خو اوس چې تاسو دا وايئ چې مونږ بينا يُو، نو په دې تاسو ګناه ګار پاتې شوئ.“
ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې.