4 ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ.
هغۀ اوچ لاسى سړى ته وفرمائيل چې، ”راشه، په مينځ کښې ودرېږه.“
خو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”ما تاسو ته د پلار له طرفه ډېر نېک کارونه وښودل. نو تاسو ما د کوم کار په وجه سنګساروئ؟“
کۀ چرې زۀ د خپل پلار کارونه نۀ کوم، نو په ما ايمان مۀ راوړئ.
عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.
ما په زمکه تا له جلال درکړو د هغه کار په ختمولو چې تا ما ته د کولو دپاره حواله کړے وو.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل چې، ”زما خوراک څښاک دا دے چې زۀ د هغۀ رضا وکړم چا چې زۀ رالېږلے يم او چې د هغۀ کار پوره کړم.
عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى.
خو زۀ د يحيىٰ د ګواهۍ نه لويه ګواهى لرم. هغه کارونه چې زما پلار ما ته حواله کړى وُو چې زۀ يې سر ته ورسوم، يعنې هم هغه کارونه چې زۀ يې کوم، دا زما ګواهى ورکوى چې پلار زۀ رالېږلے يم.
بيا عيسىٰ وفرمائيل چې، ”زۀ به څۀ لږې مودې دپاره تاسو سره يم او بيا به زۀ هغۀ له لاړ شم چا چې زۀ رالېږلے يم.
مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“
ترڅو چې مونږ سره موقع په لاس کښې ده، نو راځئ چې د هر چا سره ښېګړه وکړُو، او خاص د هغوئ سره چې د ايماندارانو په خاندان کښې حسابيږى.
په دې ورځو کښې هره موقع د ښېګړې دپاره غنيمت وګڼئ ځکه چې زمانه بده ده.
د بېايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ.