33 کۀ دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ وے نو هغۀ هيڅ نۀ شو کولے.“
هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“
ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو.
د دُنيا د پېدايښت نه لا چا دا نۀ دى اورېدلى چې چا د پېدائشى ړوند سترګې بينا کړې دى.