32 د دُنيا د پېدايښت نه لا چا دا نۀ دى اورېدلى چې چا د پېدائشى ړوند سترګې بينا کړې دى.
تا ته د ډېر وخت نه د دې پته ده، د هغه وخت نه چې کله بنى آدم په زمکه پېدا شوے وو،
د پخوا نه نۀ ستا په شان خُدائ پاک چا ليدلے دے او نۀ يې اورېدلې دى، صرف تۀ هغه خُدائ يې چې د هغوئ مدد کوې څوک چې ستا په انتظار کښې وى.
او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه
خو نورو وئيل چې، ”په چا چې پيريان ناست وى هغه داسې خبرې نۀ شى کولے. ولې پيرے د ړوند سترګې روغولے شى څۀ؟“
مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى.
کۀ دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ وے نو هغۀ هيڅ نۀ شو کولے.“
له دې نه پس د برېښنا شُغلې او د تندر ګړزا او يوه دومره سخته زلزله راغله چې د بنى آدم د پېدايښت راسې چرې هم نۀ وه راغلې.