يوحنا 9:31 - Pakistani Yousafzai Pashto31 مونږ ته پته ده چې خُدائ پاک د ګناهګارو نۀ اورى، خو هغه د هغه چا اورى چې د هغۀ عبادت کوى او د هغۀ رضا پوره کوى. Faic an caibideil |
نو په دې وجه اوس اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان بوځه او زما خِدمت کوونکى ايُوب له ورشه او د خپل ځان دپاره دا د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړه، نو زما خِدمت کوونکے ايُوب به ستا دپاره دُعا وکړى، ځکه چې زۀ به د هغۀ دُعا قبلوم او ستاسو د کم عقلتوب په مطابق کار به درسره نۀ کوم، ځکه چې تاسو زما هغه خبره نۀ ده کړې چې کومه صحيح ده، لکه څنګه چې زما خِدمت کوونکى ايُوب کړې ده.“