26 هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”هغۀ تا سره څۀ وکړل؟ هغۀ ستا سترګې څنګه بينا کړې؟“
د کم عقل سوال ته کم عقل جواب ورکوه ځکه چې هغه خپل ځان هوښيار ونۀ ګڼى.
نو بيا هغوئ د باروک نه تپوس وکړو چې، ”تۀ مونږ ته دا ووايه چې دا هر څۀ تا څنګه وليکل؟ آيا يرمياه نبى تا ته وفرمائيل او تا وليکل؟“
او د شرعې عالمانو او فريسيانو دې ته کتل چې عيسىٰ به د سبت په ورځ دے روغ کړى او کۀ نه؟ د دې دپاره چې په هغۀ باندې د هغۀ خلاف څۀ اِلزام ولګوى.
هغوئ ترې تپوس وکړو، ”نو ستا سترګې څنګه بينا شوې؟“
بيا فريسيانو ترې هم تپوسونه شروع کړل چې، ”تۀ څنګه بينا شوې؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو خټه ومږله، بيا هغه ما ووينځلې او اوس زۀ ليدے شم.“
هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته چې دے ګناه ګار دے او کۀ نه، خو زۀ د يو څيز نه خبر يم، هغه دا چې زۀ ړوند وم او اوس بينا شوے يم.“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”ما خو تاسو ته ووئيل خو تاسو غوږ نۀ کېښودو، نو تاسو دا بيا ولې اورېدل غواړئ؟ ولې تاسو هم د هغۀ مريدان جوړېدل غواړئ څۀ؟“