25 هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته چې دے ګناه ګار دے او کۀ نه، خو زۀ د يو څيز نه خبر يم، هغه دا چې زۀ ړوند وم او اوس بينا شوے يم.“
خو هغۀ جواب ورکړو چې، ”کوم سړى چې زۀ روغ کړم هغۀ ما ته وفرمائيل چې خپله بستره واخله او ځه.“
نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“
هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”هغۀ تا سره څۀ وکړل؟ هغۀ ستا سترګې څنګه بينا کړې؟“
سړى جواب ورکړو چې، ”څومره د حېرانتيا خبره ده چې تاسو ته دا پته نشته چې هغه د کومه راغلے دے، خو بيا هم هغۀ زما سترګې بينا کړې.
هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده.