21 خو مونږ ته پته نشته چې دا څنګه دے اوس ليدلے شى، او نۀ مونږ ته پته شته چې چا د دۀ سترګې بينا کړې. د دۀ نه تپوس وکړئ، دے زلمے دے، دے به په خپله حال ووائى.“
د هغۀ مور او پلار د يرې نه داسې ووئيل ځکه چې هغوئ د يهوديانو نه ويرېدل. نو يهوديانو د مخکښې نه دا فېصله کړې وه چې څوک هم عيسىٰ ومنى چې مسيح دے نو هغه به د عبادتخانې نه وشړى.