19 او تپوس يې ترې وکړو چې، ”دا ستاسو زوئ دے، څوک چې تاسو وايئ چې ړوند پېدا شوے وو؟ نو اوس دے څنګه ليدلے شى؟“
خو يهوديانو په دې باور نۀ کولو چې دا سړے ړوند وو او بينا شو ترڅو چې هغوئ د هغۀ مور او پلار راوغوښتل
مور او پلار يې جواب ورکړو، ”مونږ ته دا پته ده چې دا زمونږ زوئ دے او چې دے پېدائشى ړوند دے.
او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.
خو چې هغوئ هغه سړے روغ جوړ د دوئ سره ولاړ وليدلو نو هغوئ سره د دې خلاف د وئيلو هيڅ نۀ وو.