16 ځينو فريسيانو ووئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک د طرفه نۀ دے ځکه چې د سبت د ورځې احترام نۀ کوى.“ خو نورو ووئيل چې، ”يو ګناه ګار سړے څنګه داسې معجزه کولے شى؟“ او په هغوئ کښې اختلاف پېدا شو.
هلته يې يو سړے وليدو چې لاس يې اوچ شوے وو او هغه خلقو د عيسىٰ نه تپوس وکړو چې، ”ولې د سبت په ورځ روغول روا دى څۀ؟“ ځکه چې هغوئ په دۀ د اِلزام لګولو بهانه لټوله.
خو کله چې فريسيانو دا وليدل نو هغۀ ته يې ووئيل چې، ”ګوره، ستا مريدان داسې کار کوى چې د سبت په ورځ ناروا دے.“
خو د عبادتخانې مشر د سبت په ورځ د عيسىٰ د روغولو په عمل ډېر خفه شو او موجودو خلقو ته يې ووئيل چې، ”د کار دپاره شپږ ورځې مقرر شوې دى. په هغو ورځو کښې د شفا حاصلولو دپاره راځئ خو د سبت په ورځ مۀ راځئ.“
د دې خبرو په وجه بيا په يهوديانو کښې بېاتفاقى راغله.
په ما يقين وکړئ چې زۀ پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے خو کۀ په ما يقين نۀ کوئ، نو بيا په ما د دې کارونو په وجه باور وکړئ.
کۀ چرې ما د هغوئ په مينځ کښې داسې کارونه نۀ وے کړے کوم چې بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به مجرم نۀ وے، خو اوس هغوئ دا وليدل او مونږ پلار زوئ دواړو نه نفرت کوى.
د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.
هغه عيسىٰ له د شپې راغلو او ورته يې ووئيل چې، ”اُستاذه، مونږ ته معلومه ده چې تۀ هم هغه اُستاذ يې چې خُدائ پاک رالېږلے يې. ځکه چې هيڅوک هم دا معجزې چې ته يې کوې نۀ شى کولے خو کۀ خُدائ پاک ورسره مل نۀ وى.“
نو يهوديانو هغه روغ کړے شوى سړى ته ووئيل، ”دا د سبت ورځ ده. په شريعت کښې د سبت په ورځ تا ته د خپلې بسترې د وړلو اجازت نشته.“
خو زۀ د يحيىٰ د ګواهۍ نه لويه ګواهى لرم. هغه کارونه چې زما پلار ما ته حواله کړى وُو چې زۀ يې سر ته ورسوم، يعنې هم هغه کارونه چې زۀ يې کوم، دا زما ګواهى ورکوى چې پلار زۀ رالېږلے يم.
بيا د يهوديانو په مينځ کښې تېز بحث شروع شو، هغوئ ووئيل چې، ”دا سړے خپل بدن مونږ ته خوړلو له څنګه راکولے شى؟“
او په ګڼه کښې د هغۀ په حقله ګنګوسے روان وو. چا به وئيل چې، ”هغه ښۀ سړے دے،“ خو ځينو به وئيل چې، ”نه، هغه خلق بېلارې کوى.“
کۀ تاسو د سبت په ورځ ماشوم سنتوئ د دې دپاره چې د موسىٰ شريعت مات نۀ شى نو بيا تاسو زما نه په دې وجه ولې خفه يئ چې ما د سبت په ورځ د يو سړى پوره بدن روغ کړو؟
دغه شان د عيسىٰ په وجه په خلقو کښې بېاتفاقى پېدا شوله.
نو بيا په دوېم ځل هغوئ هغه سړے راوغوښتو څوک چې ړوند وو او ورته يې ووئيل، ”خُدائ پاک ته مخ کړه او رښتيا ووايه، خو مونږ ته دا پته ده چې دا سړے ګناه ګار دے.“
خو د ښار خلق په دوو ډلو تقسيم شول، ځينې د يهوديانو په طرف او ځينې د رسولانو سره شول.