13 هغه سړے چې مخکښې ړوند وو هغوئ فريسيانو له راوستو.
په دې وخت کښې مشرانو اِمامانو او فريسيانو دا حُکم ورکړے وو چې چا د عيسىٰ پته ولګوله چې چرته دے نو دوئ دې پرې خبر کړى چې هغه ګرفتار کړى.
بيا فريسيانو يو بل ته ووئيل، ”تاسو ګورئ چې مونږ هيڅ نۀ شُو کولے، وګورئ، ټوله دُنيا په هغۀ پسې روانه ده.“
خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى.
هغوئ تپوس وکړو چې، ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته.“
دا د سبت ورځ وه چې عيسىٰ خټه جوړه کړه او د هغۀ سترګې يې بينا کړې.