11 هغۀ جواب ورکړو، ”يو سړے چې نوم يې عيسىٰ دے هغۀ خټه جوړه کړه، او زما په سترګو يې ومږله او راته يې وفرمائيل چې د سيلوم تالاب ته لاړ شه او وې وينځه. بيا زۀ لاړم او ومې وينځلې او بينا شوم.“
نو بيا هغوئ د باروک نه تپوس وکړو چې، ”تۀ مونږ ته دا ووايه چې دا هر څۀ تا څنګه وليکل؟ آيا يرمياه نبى تا ته وفرمائيل او تا وليکل؟“
يا هغه اتلس کسان چې په سيلوم کښې پرې برج راونړېدو او دوئ ترې لاندې مړۀ شول، ستاسو دا خيال دے چې هغوئ په يروشلم کښې د اوسېدونکو ټولو خلقو نه زيات ګناه ګار وُو؟
هغوئ ترې تپوس وکړو، ”نو ستا سترګې څنګه بينا شوې؟“
هغوئ تپوس وکړو چې، ”هغه دے چرته؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”ما ته پته نشته.“
هغۀ جواب ورکړو چې، ”ما خو تاسو ته ووئيل خو تاسو غوږ نۀ کېښودو، نو تاسو دا بيا ولې اورېدل غواړئ؟ ولې تاسو هم د هغۀ مريدان جوړېدل غواړئ څۀ؟“