10 هغوئ ترې تپوس وکړو، ”نو ستا سترګې څنګه بينا شوې؟“
لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے.
نو بيا هغوئ د باروک نه تپوس وکړو چې، ”تۀ مونږ ته دا ووايه چې دا هر څۀ تا څنګه وليکل؟ آيا يرمياه نبى تا ته وفرمائيل او تا وليکل؟“
او کۀ هغه د شپې او ورځې اودۀ او يا ويښ وى خو هغه په دې نۀ پوهيږى چې په زمکه کښې تخم په خپله څنګه راټوکيږى او لوئيږى.
نيکوديموس ترې بيا تپوس وکړو، ”دا څنګه ممکنه ده؟“
د دې نه پس عيسىٰ د ګليل د درياب بلې غاړې ته لاړو چې ورته د تبرياس درياب هم وئيلے کيږى.
هغۀ جواب ورکړو، ”يو سړے چې نوم يې عيسىٰ دے هغۀ خټه جوړه کړه، او زما په سترګو يې ومږله او راته يې وفرمائيل چې د سيلوم تالاب ته لاړ شه او وې وينځه. بيا زۀ لاړم او ومې وينځلې او بينا شوم.“
بيا فريسيانو ترې هم تپوسونه شروع کړل چې، ”تۀ څنګه بينا شوې؟“ سړى هغوئ ته ووئيل، ”هغۀ زما په سترګو خټه ومږله، بيا هغه ما ووينځلې او اوس زۀ ليدے شم.“
خو مونږ ته پته نشته چې دا څنګه دے اوس ليدلے شى، او نۀ مونږ ته پته شته چې چا د دۀ سترګې بينا کړې. د دۀ نه تپوس وکړئ، دے زلمے دے، دے به په خپله حال ووائى.“
هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”هغۀ تا سره څۀ وکړل؟ هغۀ ستا سترګې څنګه بينا کړې؟“
ځينو ووئيل، ”آو، هم دا هغه سړے دے،“ او نورو ووئيل، ”نه، دا د هغۀ په شان دے.“ هغۀ په خپله ووئيل چې، ”زۀ هم هغه سړے يم.“
خو څوک به تپوس وکړى چې، ”مړى څنګه راژوندى کيږى او د هغوئ بدن به څۀ قِسم وى؟“