Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 8:55 - Pakistani Yousafzai Pashto

55 اګر کۀ تاسو هغه نۀ پېژنئ. خو زۀ يې پېژنم. کۀ چرې ما دا ووئيل چې زۀ هغه نۀ پېژنم نو زۀ به هم ستاسو په شان دروغژن يم. خو زۀ هغه پېژنم او د هغۀ په کلام عمل کوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 8:55
25 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“


مالِک خُدائ فرمائى، ”هغوئ د خپلو ژبو نه ليندې جوړې کړې دى او د دروغو غشى هر وخت ورَوى. د دې مُلک په ديانتدارۍ کښې صداقت نشته، هغوئ د يوې ګناه دپاسه بله ګناه کوى، هغوئ ما نۀ پېژنى.


د خلقو بد عملونه هغوئ ته دا اجازت نۀ ورکوى چې خپل خُدائ پاک ته واپس راوګرځى. ځکه چې د زنا عادت هغوئ په خپل قابو کښې اخستى دى او هغوئ مالِک خُدائ نۀ پېژنى.


هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.


هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.“


هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.


څنګه چې ما پلار پېژنى او زۀ پلار پېژنم، او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم.


کۀ چرې تاسو زما په حُکمونو عمل کوئ نو تاسو به زما په مينه کښې اوسېږئ لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حُکمونو عمل کړے دے او د هغۀ په مينه کښې اوسېږم.


خو دوئ به زما د نوم په سبب تاسو سره دا هر څۀ وکړى ځکه چې هغوئ هغه نۀ پېژنى چا چې زۀ رالېږلے يم.


هغوئ به دا کارونه ځکه کوى چې هغوئ نۀ پلار پېژنى او نۀ ما.


اے صادقه پلاره، دُنيا تا نۀ پېژنى خو زۀ تا پېژنم او دوئ ته پته ده چې تا زۀ رالېږلے يم.


هيچا پلار نۀ دے ليدلے بغېر د هغۀ نه چې د خُدائ پاک د طرفه دے، صرف هغۀ پلار ليدلے دے.


بيا هغوئ ترې تپوس وکړو، ”ستا پلار چرته دے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تاسو نۀ خو ما پېژنئ او نۀ زما پلار. کۀ چرې تاسو زۀ پېژندے نو زما پلار به مو هم پېژندو.“


چا چې زۀ رالېږلے يم هغه ما سره دے. هغۀ زۀ يواځې نۀ يم پرېښے ځکه زۀ همېشه هغه څۀ کوم چې هغه پرې راضى کيږى.“


خو تاسو د خپل پلار اِبليس بچى يئ او تاسو په خپله خوښه د هغۀ خواهشونه پوره کوئ. هغه د اول نه قاتل وو او په حقيقت نۀ دے ولاړ ځکه چې په هغۀ کښې څۀ حقيقت نشته. کله چې هغه دروغ وائى نو د خپل فطرت په مطابق يې وائى ځکه چې هغه دروغژن دے او د دروغو پلار دے.


زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کۀ څوک زما په کلام عمل کوى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.“


يهوديانو هغۀ ته ووئيل چې، ”اوس زمونږ پوره يقين دے چې په تا پيرے ناست دے. اِبراهيم خو وفات دے او نبيان هم وفات شوى دى او بيا هم تۀ وائې چې، کۀ څوک زما په کلام عمل وکړى نو هغه به هيڅکله نۀ مرى.


ځکه هر کله چې زۀ په ښار کښې وګرځېدم او ما ستاسو د عبادت د څيزونو ننداره په غور سره وکړه نو ما د نورو څيزونو سره يوه قربان‌ګاه وليدله چې دا پرې ليکلے شوى وُو چې، د نامعلومه خُدائ پاک دپاره. تاسو چې د کوم څيز د نامعلوم په طور عبادت کوئ، هم دغه څيز زۀ درته بيانوم.


ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.


کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى.


دروغژن څوک دے؟ هغه څوک چې وائى چې عيسىٰ مسيح نۀ دے، نو دا خردجال دے څوک چې د پلار او زوئ دواړو نه اِنکار کوى.


کۀ څوک وائى چې، ”زۀ يې پېژنم،“ خو بيا هم د هغۀ په حُکمونو عمل نۀ کوى نو هغه دروغژن دے او په داسې کس کښې رښتيا نۀ وى.


هر څوک چې د خُدائ پاک په زوئ ايمان ساتى نو په خپلو زړونو کښې دا ګواهى ورکوى. خو هغوئ څوک چې په دې خبره ايمان نۀ ساتى هغوئ خُدائ پاک دروغژن ګڼى ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک هغه ګواهى نۀ منى کومه ګواهى چې هغۀ د خپل زوئ په حقله کړې ده.


ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan