Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 8:54 - Pakistani Yousafzai Pashto

54 عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بې‌مطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 8:54
28 Iomraidhean Croise  

دا ښۀ نۀ دے چې زيات شهد وخوړلے شې، او يا د ځان دپاره د حد نه زيات عزت وغواړې.


اے تاسو ټول څوک چې د مالِک خُدائ د کلام په وړاندې ريږدئ، د هغۀ کلام واورئ، ”ستاسو خپل خلق ستاسو نه نفرت کوى او زما د نوم له وجې تاسو د خپلوالۍ نه وباسى. هغوئ په تاسو پورې خندا کوى او وائى، مالِک خُدائ دې خپله لوئى ښکاره کړى چې مونږ ستاسو خوشحالى ووينو. خو هغوئ به په خپله د شرم سره مخ شى.


نو مالِک خُدائ هوسيع ته وفرمائيل، ”په هغۀ باندې ”لو‌عمى“ يعنې زما قوم نۀ دے نوم کېږده، ځکه چې بنى اِسرائيل زما خلق نۀ دى او زۀ د هغوئ خُدائ پاک نۀ يم.“


د دې خبرو کولو نه پس عيسىٰ پاس آسمان ته وکتل او وې فرمائيل، ”پلاره، وخت راغلے دے، خپل زوئ ته لوئى ورکړه نو چې زوئ تا له جلال درکړى.


نو اے پلاره، اوس تۀ ما له په خپل حضور کښې لوئى راکړه، هغه لوئى چې کومه ما د دُنيا د پېدا کېدو نه اول ستا په حضور کښې لرله.


د ګليل په قانا کښې د عيسىٰ دا وړومبۍ معجزه او نښه وه چې عيسىٰ پرې خپله لوئى څرګنده کړه، او د هغۀ مريدانو په هغۀ ايمان راوړو.


زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم.


څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته.


عيسىٰ دا خبره د هغه روحُ القُدس په حقله وکړه، کوم چې په هغه چا نازلېدونکے وو چا چې په عيسىٰ ايمان راوړو، نو تر دغه وخته روحُ القُدس لا نازل شوے نۀ وو، ځکه چې عيسىٰ لا خپل جلال ته رسېدلے نۀ وو.


تاسو د خپل پلار غوندې کارونه کوئ.“ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مونږ حراميان نۀ يُو، او خُدائ پاک په خپله زمونږ پلار دے.“


زۀ خپله لوئى نۀ غواړم بلکې يو ذات شته چې هغه يې غواړى او هغه صحيح فېصله کوونکے دے.


خو دا د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک، زمونږ د پلار نيکونو خُدائ پاک خپل خادِم عيسىٰ ته جلال ورکړو. تاسو هغه د مرګ دپاره حاکمانو ته حواله کړو او د پيلاطوس په وړاندې مو هغه رد کړو، اګر چې پيلاطوس د هغۀ د پرېښودو فېصله کړې وه.


ځکه څوک چې خپل تعريف په خپله کوى هغه د قبلېدو نۀ دے بلکې د چا تعريف چې مالِک په خپله کوى هم هغه د قبلېدو وړ دے.


هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.


د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى.


کله چې هغۀ ته د خُدائ پلار عزت او جلال حاصل شو نو ورته د هغه بهتر جلال نه آواز راغلو چې، ”دا زما محبوب زوئ دے د چا نه چې زۀ راضى يم.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan