50 زۀ خپله لوئى نۀ غواړم بلکې يو ذات شته چې هغه يې غواړى او هغه صحيح فېصله کوونکے دے.
زۀ د انسان نه د عزت طمع نۀ کوم.
دا سوچ مۀ کوئ چې زۀ به د پلار په وړاندې په تاسو اِلزام ولګوم. په تاسو اِلزام لګونکے موسىٰ دے، په چا چې تاسو اُميد ساتئ.
څوک چې د خپل ځان نه خبرې کوى هغه خپل عزت غواړى خو څوک چې د خپل رالېږونکى عزت غواړى هغه رښتينے انسان دے او په هغۀ کښې هيڅ ټګى نشته.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”کۀ چرې زۀ د خپل ځان لوئى وکړم نو زما لوئى بېمطلبه ده. هغه څوک چې ما له لوئى راکوى هغه زما پلار دے د چا په حقله چې تاسو وايئ چې هغه زمونږ خُدائ پاک دے.