47 څوک چې د خُدائ پاک دى هغوئ د خُدائ پاک کلام قبلوى. په کومه وجه چې تاسو ورته توجو نۀ ورکوئ هغه دا چې تاسو د خُدائ پاک نه نۀ يئ.“
ډېر به پاک، بېداغه او صفا کړے شى، خو بدعمله به بدعمله پاتې شى. يو بدعمله به پرې هم پوهه نۀ شى، خو هغوئ څوک چې هوښيار دى، هغوئ به پرې پوهه شى.
خو څوک چې ما نۀ منى او زما پېغام نۀ قبلوى، د هغۀ دپاره يو منصف شته، يعنې، زما هغه کلام چې ما کړے دے، هغه به په ورځ د آخرت د هغۀ عدالت وکړى.
پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“
زۀ تاسو ته رښتيا وايم، يو وخت داسې راروان دے بلکې راغلے دے چې مړى به د خُدائ پاک د زوئ آواز اورى او چې څوک يې واورى هغه به راژوندى شى.
بيا هغۀ وفرمائيل چې، ”دغه وجه ده چې ما تاسو ته وفرمائيل چې، هيڅوک هم ما ته نۀ شى راتلے ترڅو چې پلار ورته دا توفيق ورنۀ کړى.“
ما ته پته ده چې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ خو تاسو زما د وژلو موقع ګورئ ځکه چې ستاسو په زړونو کښې زما د کلام دپاره ځائ نشته.
تاسو ته چې زۀ څۀ وايم په هغې ولې نۀ پوهېږئ؟ دا ځکه چې تاسو زما کلام قبلولے نۀ شئ.
نو کله چې زۀ تاسو ته رښتيا وايم خو تاسو په ما يقين نۀ کوئ.
هم دغه د خُدائ پاک د بچو او د اِبليس په بچو کښې فرق دے، څوک چې په صداقت عمل نۀ کوى هغه د خُدائ پاک نه نۀ دے، او نۀ هغه څوک چې د خپل ورور سره مينه نۀ کوى.
د چا چې دا ايمان وى چې عيسىٰ هم مسيح دے، هغه د خُدائ پاک روحانى بچے دے. او هر څوک چې د پلار سره مينه کوى هغه د هغۀ د بچى سره هم مينه کوى.
څوک هم چې بېلارې شى او د مسيح د تعليم په مطابق ژوند نۀ تېروى، خُدائ پاک د هغۀ سره نشته. خو هر څوک چې د مسيح د تعليم په مطابق ژوند تېروى نو د هغۀ سره پلار او زوئ دواړه شته.
زما خوږه ملګريه، د بدۍ پيروى مۀ کوه بلکې ښۀ کوه، ښۀ کار کوونکى د خُدائ پاک بچى دى او څوک چې بد کارونه کوى هغوئ خُدائ ليدلے نۀ دے.