Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 8:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40 خو اوس تاسو کوشش کوئ چې ما ووژنئ ځکه چې ما تاسو ته حقيقت ووئيلو چې ما د خُدائ پاک نه اورېدلے وو. اِبراهيم هيڅکله هم داسې نۀ وُو کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 8:40
13 Iomraidhean Croise  

بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.


بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، ‎ او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.


د دې نه پس عيسىٰ ګليل کښې ګېرچاپېره ګرځېدو. هغۀ يهوديه ته تلل نۀ غوښتل ځکه چې يهوديانو موقع لټوله چې هغه مړ کړى.


ما سره ستاسو د مجرمولو او د وئيلو دپاره ډيرې خبرې دى خو هغه چا چې زۀ يې رالېږلے يم، رښتينے دے او څۀ چې ما د هغۀ نه اورېدلى دى هغه زۀ دُنيا ته وايم.“


ستاسو پلار اِبراهيم په دې خوشحاله وو چې هغه به زما ورځ ووينى. او هغۀ دا ورځ وليدله او خوشحاله شو.“


او هغه د سنت شوو خلقو هم نيکۀ دے نۀ يواځې دا چې سنت شوى دى، بلکې چې زمونږ د نيکۀ اِبراهيم غوندې ايمان ولرى، يعنې هغه ايمان چې اِبراهيم لا د سنت کېدلو نه مخکښې لرلو.


نو ولې زۀ تاسو ته د حق وئيلو په وجه اوس ستاسو دشمن شوم؟


خو څنګه چې په هغه ورځو کښې په عام طور پېدا شوى زوئ د خُدائ پاک د روح په قدرت سره پېدا شوى زوئ وزورولو، نو هم هغه شان خبره اوس هم ده.


بيا اژدها هغه ښځې ته غصه شوه او د هغې د نور نسل سره د جنګ دپاره لاړه، دا هغه خلق دى چې د خُدائ پاک حُکمونه منى او د عيسىٰ په ګواهۍ ټينګ ولاړ دى.


هغې په خپله لکۍ درېمه حِصه ستورى د آسمان نه راښکل او په زمکه يې راغورزول. اژدها د هغې ښځې په وړاندې ودرېدله چې د ماشوم د پېدا کېدو په دردونو آخته وه د دې دپاره چې هر کله چې د هغې ښځې بچے وشى چې لواړ يې تېر کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan