30 عيسىٰ چې دا خبرې کولې نو ډېرو پرې ايمان راوړو.
او په هغه ځائ کښې ډېرو خلقو په عيسىٰ ايمان راوړلو.
ډېر خلق چې د مريم سره قبر له راغلى وُو هغوئ چې هغه څۀ وليدل کوم چې عيسىٰ وکړل نو په هغۀ يې ايمان راوړو.
کله چې عيسىٰ د فسح د اختر دپاره په يروشلم کښې دېره وو نو خلقو هغه معجزې وليدې کومې چې هغۀ ښکاره کړې او ډېرو خلقو په هغۀ ايمان راوړو.
کله چې خلقو دا معجزه وليدله چې عيسىٰ وکړه هغوئ يو بل ته ووئيل، ”يقيناً دا هغه پېغمبر دے کوم چې دُنيا ته راتلونکے وو.“
خو په ګڼه کښې ډېرو په هغۀ ايمان راوړو او هغوئ وئيل چې، ”کله چې مسيح راشى نو ولې هغه به د دې کس نه زياتې معجزې وکړى څۀ؟“