28 نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ هغه يم چې يم. تۀ به خامخا هغوئ ته داسې ووائې چې، ”زۀ هغه يم“ تاسو ته رالېږلے يم څوک چې په خپله خپل ځان ته ”زۀ يم“ وائى.
ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بېلارې کړى.
ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بېلارې کړى.
عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بېلارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ.
ما ته پته ده چې تۀ همېشه زما اورې، خو ما د دې حاضرو خلقو دپاره سوال وکړو نو چې د دوئ دا باور وشى چې زۀ تا رالېږلے يم.“
زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم.
د صداقت په باب کښې ځکه چې زۀ پلار له ځم او تاسو به ما نور ونۀ وينئ،
او دغه شان د عيسىٰ هغه خبره پوره شوه چې هغه به په کوم قسمه مرګ مړ شى.
هلته هغوئ هغه په سولۍ کړو او ورسره يې دوه نور هم، يو ښى لاس ته او بل ګس لاس ته، او عيسىٰ د هغوئ په مينځ کښې وو.
زۀ درته رښتيا وايم چې مونږ هغه څۀ وايو چې څۀ راته معلوم دى او د هغې ګواهى ورکوو چې څۀ مو ليدلى دى، خو اوس هم تاسو زمونږ ګواهى نۀ منئ.
لکه څنګه چې موسىٰ په بيابان کښې مار په ستنې راځوړند کړے وو نو اِبن آدم به ضرور هم دغسې وخېژولے شى،
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“
عيسىٰ هغوئ ته دا وفرمائيل چې، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، زوئ په خپله هيڅ نۀ شى کولے بې له هغه کار نه چې خپل پلار يې په کولو ليدلے وې. ځکه څۀ چې پلار کوى هم هغه شان يې زوئ کوى.
زۀ په خپله هيڅ نۀ شم کولے. څنګه چې خُدائ پاک ما ته فرمائى زۀ هم هغسې فېصله کوم او زما فېصله درسته وى ځکه چې زۀ خپله مرضى نه بلکې د هغه چا مرضى پوره کوم چا چې زۀ رالېږلے يم.
ځکه چې زۀ د آسمان نه د خپلې رضا پوره کولو دپاره نۀ يم راکوز شوے بلکې د هغۀ د رضا پوره کولو دپاره چا چې زۀ رالېږلے يم.
ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“
هغوئ په دې پوهه نۀ شُو چې عيسىٰ هغوئ ته د خپل پلار په حقله خبرې کولې.
عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“
چا چې د هغۀ پېغام قبول کړو هغوئ ته بپتسمه ورکړے شوه، او په هغه ورځ تقريباً درې زره کسان د هغوئ د قبيلې سره ملګرى شول.
خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو.
خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح.
زۀ به هغوئ له د هغوئ د خپلو خلقو نه ستا په شان يو پېغمبر ورولېږم، زۀ به هغۀ ته وښايم چې هغه به څۀ وائى او زۀ چې کوم حُکم ورکوم نو هم هغه شان به يې خلقو ته ورسوى.