Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 8:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 8:24
18 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ هغه يم چې يم. تۀ به خامخا هغوئ ته داسې ووائې چې، ”زۀ هغه يم“ تاسو ته رالېږلے يم څوک چې په خپله خپل ځان ته ”زۀ يم“ وائى.


خو څوک چې ما نۀ حاصلوى خپل ځان ته نقصان ورکوى، هر څوک چې زما نه نفرت کوى نو هغه د مرګ سره مينه کوى.“


ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى.


ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى.


هر څوک چې پرې ايمان راوړى او بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصون بيامومى، او هر څوک چې پرې ايمان رانۀ وړى هغه به مجرم شى.


عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”خيال کوئ چې څوک مو بې‌لارې نۀ کړى ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى او وائى به چې زۀ عيسىٰ يم، او وخت نزدې راغلے دے خو هغۀ پسې مۀ ځئ.


زۀ تاسو ته اوس د هغه واقعې د پېښېدو نه مخکښې دا وايم د دې دپاره چې کله هغه پېښه شى نو چې تاسو ايمان راوړئ چې مسيح هم زۀ يم.


څوک چې په هغۀ ايمان راوړى نو هغه به مجرم نۀ شى خو چا چې پرې ايمان نۀ دے راوړے هغه خو د مخکښې نه مجرم شوے دے ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک د اېک يو زوئ په نوم ايمان رانۀ وړو.


څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“


عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”هغه زۀ يم، زۀ چې تا سره خبرې کوم.“


عيسىٰ يو ځل بيا هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ درنه ځم، او تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. او چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“


هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو، ”تۀ څوک يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”زۀ هم هغه يم چې ما تاسو ته د اول نه وئيلى دى.


نو عيسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”کله چې تاسو اِبن آدم په سولۍ وخېژوئ نو بيا به تاسو پوهه شئ چې زۀ هغه يم، او زۀ په خپل اختيار هيڅ نۀ کوم خو زۀ هغه څۀ وايم، د څۀ چې پلار ما له تعليم راکړے دے.


عيسىٰ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم، چې اِبراهيم لا پېدا شوے نۀ وو چې زۀ موجود وم.“


د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


نو مونږ څنګه د سزا نه بچ کېدے شُو کۀ مونږ د دې لوئ خلاصون نه بې‌پرواه شُو، د کوم چې اول مالِک اعلان وکړو او بيا هغه خلقو وکړو چا چې هغه واورېدلو؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan