21 عيسىٰ يو ځل بيا هغوئ ته وفرمائيل، ”زۀ درنه ځم، او تاسو به ما لټوئ خو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. او چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.“
زۀ د ژوندى مالِک خُدائ، ستا د خُدائ پاک په نوم قسم خورم چې بادشاه په تا پسې د دُنيا ټول مُلکونه لټولى دى. کله هم چې د يو مُلک بادشاه ووئيل چې الياس زما په مُلک کښې نشته، نو اخىاب به هغه بادشاه ته وئيل چې قسم وخورى چې الياس دلته نشته دے.
هغوئ به په ځوانۍ کښې مړۀ شى او په خاورو کښې به ښخ شى.
کله چې يو بدعمله مرى، د هغۀ اُميد ختم شى. هر څومره اُميدونه چې هغه د خپل مال د طاقت نه لرى هغه پناه شى.
بدکاران په خپلو بدو عملونو سره خپل ځان تباه کوى، خو تر دې چې صادقان په مرګ کښې هم پناه ګاه لرى.
واړۀ ماشومان به نور په کم عُمر کښې نۀ مرى او ټول خلق به اوږدۀ عُمرونه تېروى. د چا عُمر چې صرف سل کاله وى نو هغه به هم ځوان ګڼلے شى. او څوک چې د سلو کالو نه مخکښې مړ شى نو هغه به لعنتى ګڼلے شى.
خو بېشکه زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ ترڅو چې دا ونۀ وايئ چې، مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نوم راځى.“
بيا به هغه هغوئ ته ووائى، څوک چې به د هغۀ ګس لاس ته وى، اے لعنتيانو، زما د سترګو نه اخوا شئ او هغه تل ابدى اور ته لاړ شئ چې د شېطان او د هغۀ د فرښتو دپاره تيار شوے دے.
نو بيا به هغوئ ابدى عذاب ته ولېږلے شى، خو صادقان به د تل ژوندون حاصل کړى.“
عيسىٰ دې خبرې ته اِشاره وکړه چې هغه به په کوم مرګ مرى.
عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.
زما بچو، زۀ به د لږ وخت دپاره تاسو سره يم. بيا به تاسو ما لټوئ، او څنګه چې ما يهوديانو ته وفرمائيل، نو دغه شان اوس تاسو ته هم وايم، چرته چې زۀ ځم هلته تاسو نۀ شئ راتلے.
تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے.“
د هغۀ د دې وينا نه مطلب څۀ دے چې، تاسو به زما لټون کوئ خو ما به پېدا نۀ کړئ او چرته چې به زۀ يم هلته به تاسو نۀ شئ راتلے؟“
ځکه ما تاسو ته وفرمائيل چې تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ. کۀ چرې تاسو په دې باور نۀ کوئ چې زۀ هغه يم، يعنې، زۀ هم هغه پېغمبر يم نو تاسو به په خپلو ګناهونو کښې مړۀ شئ.“
تاسو هم د خپلو نافرمانو او ګناهونو په وجه مړۀ وئ،