20 د خُدائ د کور په بيتالمال کښې عيسىٰ دا خبره د تعليم ورکولو په وخت کښې وکړله، خو هيچا هم هغه ګرفتار نۀ کړو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
هغه څلور مشران څوکيداران ليويان وُو چې هغوئ له پوره ذمه وارى ورکړے شوې وه. هغوئ د مالِک خُدائ د کور د کوټو او د هغه قيمتى سامان هم خيال ساتلو چې کوم هلته کېښودے شو.
هم په دغه وخت عيسىٰ هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې د تُورو او کوتکو سره زما په نيولو پسې راغلى يئ څۀ؟ زۀ هره ورځ تاسو سره د خُدائ په کور کښې وم او تعليم مې درکولو خو تاسو ما له لاس نۀ راوړلو.
مشرانو اِمامانو د سپينو زرو سيکې راوچتې کړې او وې وئيل چې، ”دا سيکې د خُدائ د کور په خزانه کښې اچول روا نۀ دى ځکه چې دا د قتل قيمت دے.“
عيسىٰ د خُدائ د کور خزانې ته مخامخ کښېناستو او دا ننداره يې کوله چې خلق په خزانه کښې پېسې څنګه اچوى. ډېرو مالدارو خلقو ډيرې زياتې پېسې واچولې.
بيا عيسىٰ خپل مريدان ځان ته راوبلل او ورته يې وفرمائيل، ”زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دې غريبې کونډې د هر چا نه زيات واچول.
د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
عيسىٰ چې پاس وکتل نو وې ليدل چې مالداره خلق د خُدائ د کور په خزانه کښې خپلې شکرانې اچوى.
نو هغوئ يو ځلې بيا د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هغه د هغوئ د لاس نه ووتو.
عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”مورې، دا زما کار نۀ دے، زما وخت لا نۀ دے راغلے.“
کله چې اختر نيم تېر شو نو عيسىٰ د خُدائ کور ته لاړو او تعليم يې شروع کړو.
نو بيا ځينې مشرانو د هغۀ د نيولو کوشش وکړو خو هيچا هغۀ ته لاس وانۀ چولو ځکه چې د هغۀ مقرر شوے وخت لا نۀ وو راغلے.
په هغوئ کښې ځينو غوښتل چې ګرفتار يې کړى، خو هيچا هم هغۀ ته لاس وانۀ چولو.
تاسو په خپله اختر له لاړ شئ، زۀ دې اختر له نۀ ځم ځکه چې زما دپاره مقرر شوے وخت لا نۀ دے راغلے.“
بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو.
نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.