Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 8:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 عيسىٰ جواب ورکړو، ”زما ګواهى اعتبارى ده کۀ څۀ هم چې زۀ يې د ځان په حق کښې ورکوم، ځکه چې زۀ خبر يم چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته روان يم، خو تاسو ته پته نشته چې زۀ چرته نه راغلے يم او چرته ځم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 8:14
19 Iomraidhean Croise  

زما خولۀ هغه څۀ وائى څۀ چې رښتيا وى، ځکه چې زما شونډې د دروغو نه نفرت کوى.


موسىٰ يو ډېر عاجز سړے وو، هغه د زمکې په مخ د ټولو خلقو نه زيات عاجز وو.


څنګه چې ما پلار پېژنى او زۀ پلار پېژنم، او زۀ خپل ځان د ګډو دپاره قربانوم.


ولې تاسو دا وئيلے شئ چې څوک چې پلار مقدس کړے دے او دُنيا ته يې رالېږلے دے، هغه کُفر کوى ځکه چې ما وفرمائيل چې زۀ د خُدائ پاک زوئ يم؟


او عيسىٰ پوهه وو چې پلار هغۀ له د هر څۀ اختيار ورکړے دے او چې هغه د خُدائ پاک نه راغلے دے او خُدائ پاک له واپس روان دے.


په دې ستاسو باور نشته چې زۀ په پلار کښې يم او پلار په ما کښې دے؟ زۀ چې کومې خبرې تاسو ته کوم هغه زۀ د خپل ځان نه نۀ کوم، خو دا پلار دے چې په ما کښې اوسى او زما په وسيله خپل کار کوى.


زۀ د پلار نه دې دُنيا ته راغلے يم او اوس زۀ دُنيا بيا پرېږدم او خپل پلار له ځم.“


ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.


پيلاطوس هغۀ ته ووئيل، ”نو تۀ بادشاه يې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ وائې چې زۀ بادشاه يم. آو، زۀ د دې دپاره پېدا شوے يم، او د دې دپاره زۀ دُنيا ته راغلے يم چې د حقيقت ګواهى ورکړم. او هر څوک چې حقيقت خوښوى هغه زما آواز اورى.“


کۀ چرې زۀ د خپل ځان په حقله ګواهى وکړم نو زما ګواهى رښتينې نۀ ده.


عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”کۀ خُدائ پاک ستاسو پلار وے نو تاسو به ما سره مينه کولے ځکه چې زۀ د خُدائ پاک نه راغلے يم او اوس دلته يم. زۀ په خپله مرضۍ نۀ يم راغلے بلکې زۀ هغۀ رالېږلے يم.


د مالِک عيسىٰ د خُدائ پاک او پلار حمد و ثنا دې همېشه وى، هغه خبر دے چې زۀ دروغ نۀ وايم.


زۀ بې‌وقوف شوم ځکه چې زۀ تاسو مجبور کړم خو تاسو له زما ستائينه کول په کار وو، په وجه د دې چې زۀ هيڅ هم نۀ يم، خو بيا هم د هغه تش په نامه لويو رسولانو نه په هيڅ طور کم نۀ يم.


کېدے چې تاسو دا سوچ کوئ چې مونږ ستاسو په وړاندې د خپل ځان دفاع کوُو؟ خو مونږ د خُدائ پاک په وړاندې په مسيح کښې خبرې کوُو. خوږو عزيزانو، دا هر څۀ مونږ ستاسو د ترقۍ دپاره کوُو.


او د عيسىٰ مسيح د طرف نه چې وفادار ګواه دے او چې د مړو نه اول ژوندے پاڅېدو او د زمکې د بادشاهانو سردار دے. هغه مونږ سره مينه کوى او مونږ يې د خپلې وينې په قربانۍ د ګناهونو نه آزاد کړُو.


د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan