12 عيسىٰ بيا خلقو ته مخاطب شو او وې فرمائيل، ”زۀ د دُنيا نُور يم. څوک چې ما پسې راځى هغه به هيڅکله په تيارۀ کښې نۀ ګرځى بلکې هغه به د ژوندون رڼا ومومى.“
خُدائ پاک زۀ د قبر نه بچ کړم، او زما ژوند به په رڼا کښې وى.
اے مالِکه خُدايه، تۀ زما چراغ يې، مالِکه خُدايه، زما تيارۀ په رڼا بدلوې.
خو د خپل پلار او نيکۀ په شان دوئ به آخر مړۀ شى، نو کله به هم دوئ د ژوندون رڼا ونۀ وينى.
نُور په صادقانو وځلېدلو، او خوشحالى شوه په هغوئ د چا زړونه چې صفا وُو.
هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
په تاسو کښې څوک د مالِک خُدائ نه يريږى او د هغۀ د خِدمت کوونکى آواز منى؟ څوک چې په تيارۀ کښې روان وى هيڅ رڼا ورسره نۀ وى خو بيا هم دې د هغۀ ايمان په مالِک خُدائ وى او د هغۀ توکل دې په خُدائ پاک باندې وى.
کوم خلق چې په تيارۀ کښې ګرځېدل، نو هغوئ يوه لويه رڼا ليدلې ده، او هغوئ څوک چې په تورو تيارو کښې اوسېدل، پرې نُور ځليږى.
راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو. هغه به يقيناً مونږ له داسې راځى لکه څنګه چې هر سحر نمر راخېژى، لکه څنګه چې د ژمې باران وريږى، لکه څنګه چې د سپرلى باران زمکه اوبۀ کوى.“
خو ستاسو دپاره څوک چې زما د نوم عزت کوى، صداقت او شفا به لکه د نمر په تاسو وځليږى. او تاسو به بهر لاړ شئ او د هغه سخو په شان به ټوپونه وهئ چې د غوجل نه آزاد شوى وى.
تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى.
هغه به د د غېريهوديانو دپاره رڼا وى او بنى اِسرائيلو ته به جلال ورکړى.“
عيسىٰ هغوئ له جواب ورکړو، ”رڼا لږ وخت دپاره تاسو سره ده. ترڅو چې رڼا تاسو سره ده وګرځئ، هسې نه چې تيارۀ مو راګېر کړى. څوک چې په تيارۀ کښې ګرځى، هغۀ ته پته نۀ وى چې چرته روان دے.
ترڅو چې رڼا تاسو سره ده، په رڼا يقين کوئ نو چې تاسو د رڼا زامن شئ.“ د دې خبرو نه پس عيسىٰ د هغوئ نه لاړو او پټ شو.
زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى.
عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ لار يم، زۀ حق يم او زۀ ژوندون يم. هيڅوک هم زما د وسيلې نه بغېر پلار له نۀ شى راتلے.
او د مجرم کېدلو سبب دا دے چې دُنيا ته نُور راغلو خو خلق د نُور په ځائ په تيارۀ کښې خوشحاله وُو ځکه چې د هغوئ کارونه بد وُو.
هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے، يا کۀ زۀ د خپل ځان نه تعليم ورکوم.
نو ترڅو چې زۀ په دُنيا کښې يم، زۀ د دُنيا نُور يم.“
ځکه چې مالِک مونږ ته دا حُکم راکړے دے چې، زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“
يعنې دا چې مسيح به ضرور سختې وزغمى او هغه به د مړو نه اول بيا راژوندے شى، او په داسې کولو سره به هغه زمونږ خلقو او غېريهوديانو دواړو ته د رڼا اِعلان وکړى.“
دغه د دروغو اُستاذان لکه اوچ کُوهيان دى او لکه د داسې وريځې په شان دى چې سيلۍ يې وړى راوړى، نو د هغوئ دپاره تک تور ځائ ساتلے شوے دے.
نو بيا خُدائ پاک فرښتې پرې نۀ ښودې کله چې هغوئ ګناه وکړه بلکې هغوئ يې په دوزخ کښې واچولې او په تورو تيارو کندو کښې يې په زنځيرونو وتړلې چې د قيامت د ورځې پورې به هلته وى.
کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى.
هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده.
او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى.
د دې په رڼا به قومونه ګرځى او دۀ ته به د دُنيا بادشاهان خپلې لويئ راوړى.