53 نو بيا ټول خپلو کورونو ته واپس لاړل.
مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بېنتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.
ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.
د دشمنانو تکړه کسان هلته لوټ شول او په ابدى خوب اودۀ شول. يو جنګيالى بيا هم خپل لاسونه اوچتولے نۀ شول.
هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“
عيسىٰ د زيتون غر ته وختلو.
بيا مونږ يو بل سره خُدائ په امانى وکړه او مونږ کشتۍ ته وختلو او هغوئ خپل کور ته واپس لاړل.