Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




يوحنا 7:52 - Pakistani Yousafzai Pashto

52 هغوئ جواب ورکړو، ”تۀ هم ګليلى يې څۀ؟ وګوره او صحيفې ولوله، نو تۀ به په خپله خبر شې چې يو نبى هم د ګليل نه نۀ راځى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




يوحنا 7:52
11 Iomraidhean Croise  

خو دوئ ووئيل، ”ځه مړه ورک شه مسافر سړے يې. تۀ څوک يې چې مونږ ته چل ښائې؟ زمونږ د مخې نه لرې شه، ګنې د هغوئ نه به دې هم بد حال وکړُو.“ دوئ لوط له ديکه ورکړه او د دروازې په ماتېدو يې شروع وکړه.


بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورنزدې شو، په مخ يې څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”ستا خيال دا دے څۀ چې د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره يې خبرې کړې دى؟“


هغه سړى ورته ووئيل، ”تۀ چا په مونږ مشر کړے يې او په مونږ يې قاضى جوړ کړے يې؟ تۀ ما هم وژنې څۀ لکه چې هغه مِصرے دې وژلے وو؟“ نو موسىٰ وويرېدو او د خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”ښه نو لکه چې ما څۀ کړى دى د هغې خلقو ته پته لګېدلې ده.“


نتنى‌ايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“


تاسو په غور صحيفې لټوئ ځکه چې تاسو سوچ کوئ چې په دې کښې به ستاسو د تل ژوندون وى خو دا صحيفې هم زما په حقله ګواهى ورکوى.


چا ووئيل چې، ”دا مسيح دے،“ او ځينو ووئيل چې، ”ولې مسيح به د ګليل نه راځى څۀ؟


نو بيا ټول خپلو کورونو ته واپس لاړل.


هغوئ ورته ووئيل چې، ”تۀ خو په خپله بلکل ګناه ګار پېدا شوے يې او اوس مونږ ته د تعليم راکولو کوشش کوې؟“ نو بيا هغوئ هغه د عبادتخانې نه وشړلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan