48 زمونږ مشرانو او فريسيانو نه يو هم په هغۀ ايمان نۀ دے راوړے.
په هغه وخت عيسىٰ داسې وفرمائيل چې، ”اے پلاره، د آسمان او د زمکې مالِکه، زۀ ستا ثنا او صِفت کوم چې تا دا خبرې د پوهانو او هوښيارو نه پټې کړې او وړو ماشومانو ته دې څرګندې کړې.
پيلاطوس بيا مشران اِمامان، مشران او څۀ نور خلق راوبلل،
خو سره د دې په هغوئ کښې ډېرو يهودى مشرانو هم په هغۀ ايمان راوړو، خو د فريسيانو په وجه يې د دې اِقرار نۀ کولو، او د دې يرې چې هغوئ به د عبادتخانې نه بهر کړے شى.
په فريسيانو کښې نيکوديموس نومې يو سړے وو چې د يهوديانو د جرګې مشر وو.
وګورئ، دے دلته کښې ښۀ په ډاګه لګيا دے او هغوئ ورته هيڅ نۀ وائى. ولې داسې خو نۀ ده چې زمونږ مشران په دې خبر شوى وى چې دے په رښتيا مسيح دے؟
خو دا ګڼه چې په شريعت نۀ پوهيږى لعنتيان دى.“
بيا په هغوئ کښې نيکوديموس نومې يو سړى، يعنې هغه سړے چې يو ځل مخکښې عيسىٰ له راغلے وو، هغۀ ووئيل چې،
د خُدائ پاک کلام خورېدو او په يروشلم کښې د عيسىٰ د منونکو شمېر په تېزۍ سره زياتېدو، او ډېرو اِمامانو هم ايمان راوړو.
هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟
نو د دې زمانې يو سردار هم په دې پوهه نۀ شو ځکه کۀ هغوئ پوهه شوى وے نو د جلال مالِک به يې په سولۍ کړے نۀ وو.